IQNA

د نوروز د یوزړتو،پيوستون،ددوستۍ اوسولې له پیغامونو الهام واخلو  

17:42 - March 23, 2022
د خبر لمبر: 3485582
تهران (ایکنا) - په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دایمی  نمایندګۍ په چورلیز توب او نوښت سره  او د نوروز د حوزې  دنورو یولسو هیوادونو په ګډون  سره  په ویډیوئي وبینار سره  په نیویارک کې د ملګروملتو  په مرکز کې د نوروز د  نړیوالې ورځ درنښت  او سیمنار ترسره شو .

 

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور  راکړ، په ملګروملتو کې  دایران دايمی سفیر او استازي  دملګروملتو په مرکز کې  دنوروز د جشن په دستورو کې  ټينګار وکړ ،باید دنوروز د دوستۍ ،یوزړتوب او پیوستون او سولې له پیغامونو الهام واخلو او نړۍ دنفرت اودرز په ځاي د  دوستۍ او ورورولۍ په لور وکاږو .

 په نیویارک کې د ایران د اسلامی جمهوریت د دایمی  نمایندګۍ په چورلیز توب او نوښت سره  او د نوروز د حوزې  دنورو یولسو هیوادونو په ګډون  سره  په ویډیوئي وبینار سره  په نیویارک کې د ملګروملتو  په مرکز کې د نوروز د  نړیوالې ورځ درنښت  او سیمنار ترسره شو .

په دغه سیمنار کې چې مشري ئې په ملګروملتو کې د ایران دایمی سفیر او استازي مجید تخت روانچي  کوله ، دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ، دعمومي اسمبلۍ مشر ، ددغې موسیسې د اقتصادي  او اجتماعي شورا مشر  هم شتون درلود. 

 مجید تخت روانچي په دغو د ستورو کې پخپلې وینا کې  ووئيل په هغې دنیا کې چې  بشریّت دیواړخیز پالنې ، افراط پالنې ، تاؤتریخوالي ، دشمنۍ  او شخړو  له بې مخینو او بې شمیره  چیلنجونو او مشکلاتو سره  مخامخ شوې ، راځئ  له نوروز او دهغه د سولې ، دوستۍ ، پيوستون او یوزړتوب پشمول له لوړو او  عبرت اخستونکو پيغامونو الهام واخلو .

تخت روانچي زیاته کړه ،  نوروز د کلتور او تمدن  او تاریخ له څو زره کلن  پشتوانې  او ملاتړ سره ، د مختلفو نسلونو او ټولنو  په ډله ایزې خاطرې کې یوه تل پاتې کیدونکي شیبه ده .

  په ملګروملتو کې دایران دایمی سفیر  همداراز ووئيل ، نوروز نه یوازې د تیر، اوسنۍ او راتلونکي پړاؤنو ترمینځ یو پیاوړی پل دی ، بلکې همداراز د هغه کلتوري ډولوالي په عین  احترام کې د  ګډو آرمانونو او ارزښتونو د ساتنې سبمول هم دی چې د تاریخ په اوږدو کې،له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي .نوروز په مختلفو هیوادونو کې  د ډيرو زیاتو نفوسو اومختلفو قومیتونوپه ګډې ژبې بدل شوی دی او د سولې، پیوستونو، یوزړتوب او دوستۍ  لوړ انساني ارزښتونه  د ودوي او پیاوړي کوي ئې .

https://parstoday.com/ps/news/world-i113774

captcha